ایکناخبري آژانس راپور راکړ،د قرآن کریم د دیرشم نړیوال نندارتون د پلانونې شورا د قدس د شپو په پای سره نن جمعې ورځ د قرآن د نندارتون د کار وروستۍ ورځ اعلان کړې او وئيلي ئې چې دغه نړیوال نندارتون چې ډيرې مثبتې او ښې نتیجې ئې درلودلي ، نن پاي ته رسیږي.
د یادولو ده چې د قرآن کریم دیرشم نړیوال نندارتون د ؛لولوو دې؛ په شعار سره د تهران د امام خمیني په عیدګاه یه مصلی کې له تیرو شلو ورځو راهسې پيل شوی چې د ایران روژتي ولس ئې ډير تود هرکلی کړی او دغه نندارتون هره ورځ د شپې تر دولسو بجو پوې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او نن به پاي ته ورسیږي.